د روسانو يرغل او وتل دواړه تېروتني وې
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

څه دپاسه ۳۲ کاله مخکې  د شوروي اتحاد فو ځونه افغانستان ته راغلل او څه کم لس کاله په جګړه بوخت شول. افغانانو ته دغې جګړی ناخوالې پایلې درلودي. دشوروی د وخت ولسمشر میخایل ګوربه چوف دغه جګړه د «ناسور ټپ» وبلله، اولمړی ځل دافغانستان دوخت ولسمشر شهید داکتر نجیب اله  دسلواغی دمیاشتی ۲۶ نیټه چی له افغانستان ځخه دروسانو دوتلو دورځی سره سمون لری دافغانستان په تاریخ کی دنجات دورځی او افغانستان ته د سرو لښکرو راتلل دتوری ور ځی په نامه یادی کړي دي.

د کندهار پوهنتون د ټولنپوهني او انسان پېژندني او د افغانستان د سياسي چارو له کارپوه استاد حيات الله رفيقي  په اند د روسانو يرغل او تگ دواړه ستري تېروتني وې، ځکه له يوې خوا پرافغانستان باندي د شوروي اتحاد د سرو لښکرو يرغل متاسفانه ډيري بدبختۍ ئې له ځانه سره راوړې او بيا کوم وخت چي دوى دلته اوسېدل دا ناخوالو نوري څانګي پيداکړي او لا پسي زياتي سوې،بيا بې له دې چي دوى دغه ستونزو ته متوجه سي چي څرنګه ئې له منځه يوسي او په يوه ښه تاکتيک له افغانستان څخه ووزي دوى د ډاکټرنجيب الله پلوي حکومت يوازي پرېښود چي بيا وروسته په افغانستان کي داخلي او خپلمنځي شخړي راولاړي سوې چي له بده مرغه تر اوسه پوري دا نيمګړتياوي موجودي دي،دا چي د هري جگړې تر بريا وروسته افغانان ولي خپله واکمني او اتلوي نسي ساتلای رفيقي وايي چي افغانان متاسفانه ددې هيوادنۍ ميني ترڅنګ سياسي اوعلمي پوهه په هغه کچه نه لري لکه څنګه چي ښايي،نو همدا وجه ده چي موږ خپلي مبارزې ګټلي دي لاکن ګټه ئې نورو وړېده او د ساتلو په چل ئې نه پوهيږو. د بېلګي په ډول هغه مهال چي روسان له افغانستان څخه ووتل او بيا وروسته د نجيب الله حکومت نسکورسو او د مجاهدينو حکومت منځته راځي دغه د خپلواکۍ ساتني درايت چي په دوى کي بايد موجود واى متاسفانه موجود نه وو نورو هيوادونو په دې کي لاسوهنه وکړه له دوى څخه ئې ګټه واخيسته چي لا تراوسه هم دا لړۍ روانه ده او افغانان زهيريږي،اوس داسي انديښنې ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امريکايان هم داسي اشتباه وکړي لکه روسانو چي هغه وخت وکړه او خپل پلوی حکومت ئې یوازي پرېښووئ. خو ښاغلی رفيقي په دې اند دئ چي امريکايان د روسانو له ترخو تجريبو څخه ډير څه اخيستي او دا ډول کارونه به و نه کړي،په ۲۰۱۴کال کي چي دوى وايي موږ وزو په نظامي لحاظ باندي البته په سياسي او ټولنيز لحاظ دوى دلې دي، دا ژمني ئې کړي دي او يو شمير ستراتيژيک تړونونه ئې هم لاسليک کړي دي،د کندهار پوهنتون د استاد ښاغلي حيات الله رفيقي په خبره يو شى چي دوى يعنی امریکايان ئې بايد وکړي هغه بايد په افغانستان کي د يوه مستحکم مرکزي حکومت ټينګېدل وي،يو ټينگ مرکزي حکومت چي جوړ سي نور افغانان دا وړتيا لري چي خپل هيواد پخپله وساتي خو ددوى تقويه په مادي او نظامي لحاظ مهمه ده له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سره لښکر ځواکونو د وتلو کاليزه هر کال په روسيه کي په بېلابېلو غونډو سره لمانځل کيږي او د هغه وخت د قربانيو او برياوو څخه يادونه کيږي،ډيری پخواني منصبداران په دې باور دي چي افغانستان ته ئې د ځواکونو لېږل پر حق ول او له خپل ماموريت څخه دفاع هم کوي. په روسيه کي دغه ورځ تر ډيره ځايه پخواني کمونيستان لمانځي،د روسيې د کمونيست گوند مشر گينادي زوگانف له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د بيرته را ايستلو د ۲۳ کاليزي په وياړ د هغه جگړې زړو عسکرو ته په وينا کي په ۱۹۷۹ کال کي افغانستان ته د سره لښکر د سرتيرو استول ستراتيژيک وبلل او د هغه ماموريت دفاع ئې وکړه.

هغه زياته کړه چي د نن ورځي حالاتو ته په کتلو سره خلک اوس دې نتيجې ته رسېدلي دي چي ډير مهم او پر ځای اقدام مو کړی وو چي د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت ته مو خپل ځواکونه ور لېږلي ول،موږ په هغه هيواد کي د گډوډۍ مخه نيولې وه او خپله هغه نړيواله دنده مو چي د شوروي اتحاد جنوبي سرحدونه بايد ساتل سوي وای په پوره امانت دارۍ سر سرته ورسوله. موږ بايد په خپلو اتلانو ووياړو،هغه زياته کړه چي د جگړې له قربانيانو سره بايد مرسته وسي او هر هغه چاته چي په هيواد کي دننه يا دباندي د خپل وطن د دفاع له پاره درېدلي دي امتيازات ورکړل سي،پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال په سوونو زره افغانان ووژل سول، په ميليونونو له هيواد څخه کډوال سول او په لسونو زره نور لادرکه سول.

که څه هم چي د روسيې د سره پوځ پخواني چارواکي له دغه ماموريت څخه دفاع کوي او وايي چي دا يو پر ځای کار وو. خو افغانان ئې بيا دا د دوی پر هيواد تيری بللی او د شوروي اتحاد دغه يرغل په افغانستان کي د ټولو اوسنيو ناخوالو مور بولي،په روسيه کي ډيری پخواني خلک په دې اند دي چي افغانستان بايد دوی ته هغه مصارف بيرته ورکړي چي دوی د خپل ماموريت پر مهال مصرف کړي ول. خو افغانان وايي چي دوی ته تر يو ميليون د ډيرو افغانانو پر وژلو سر بيره په ميليونونو ډالره تاوان اوښتی دئ،اوس هم ډيری هغه کورنۍ چي پر افغانستان باندي د شوري اتحاد د يرغل پر مهال ئې د کورنۍ غړي لادرکه سوې په دې تمه ناست دي چي گويا يو وخت به ئې د کورنۍ غړي بيرته ورته راسي،دغه کورنۍ چي شمېر ئې زرونو ته رسيږي له روسيې څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي او وايي چي روسيه ئې بايد تاوان ورکړي،د شوروي پوځيانو شمېر د ١٣٥٨ او ١٣٦٨کلونو ترمنځ په افغانستان کې ١٢٠زرو ته رسېده،د دغه اثر له مخې، په دغې لس کلنه دوره کې ١٤٤٥٠شورويان وژل شوي، ٤٩٩٨٣ ټپيان او ٣٣٠ نور لا درکه شوي دي.

په افغانستان کی دشوروی اتحاد دفو ځونو د وتلو وروسته وروستنی واکمنی دشهید داکتر نجیب اله وو چی پوره دری کاله یی په مستقیلانه تو ګه دهیواد او خلګو ددښمنانو په مقابل کی په کلکه دفاع وکړه وروسته دشهید داکتر نجیب اله له لوری دملګرو ملتونو دآمنیت شورا تر نظر لاندی په افغانستان کی د یوه پراخ بنسټه حکومت دجوړیدو په هکله یو پنځه فقریزه پلان پیشنهاد وړاندی شو او غوښتل یی دافغانستان دټولو خلګو په ګډون یو بیطرفه حکومت چی ټولو غاړو ته دمنلو وړ وی په کار شروع وکړی او دافغانستان دلوړو ګټو پخا طر یی دخپلی دندی ځخه دتیریدو هو ډ وکړې،ولی متا سفانه دځینو بهرنیو کړیو په لمسون او ملا تړ په حکومت او حزب کی دننه دداکتر نجیب اله دسولی پروسه د ځینو فرصت طلبو اشخاصو له لوری مخکی تر عملی کیدو دسبو تاژ او دناکامی سره مخا مخ شوه چی هیواد یی له یوه بل درانه ناورین سره مخامخ کړی چی تر نن ور ځی پوری ادامه لرې بالا خره، دمجاهدینو په واکمنۍ کې هېواد د تنظیمي جنګونو په لومه کې ونښت. دې جنګونو د افغانانو د وژنو سطح نوره هم لوړه کړه او که کوم کور، کلی چی لا په کې روغ پاتی و، هغه یې هم خاورې کړی یوازی دکابل په ښار کی د۶۵۰۰۰ بیګناه خلګو خپل ژوند له لاسه ور کړې  د مجاهدینو دتنظیمونو په وخت کې په یو وطن کې څو پاچاهي وې،په دوه ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ملګروملتو د پریکړی سره سم، امریکایي ځواکونو د طالبانو واکمني پای ته ورسوله او په لسګونو زره امریکایي او د ناټو ځواکونه په هیواد کې میشت شول،بهرنیو ځواکونو په لسو کلونو کې د دې هېواد حکومتداري او د بیارغونې له چارو سره د پام وړ مرستې وکړې، خو غواړي، چې دوی هم په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې له افغانستان ځخه ووځي،خلک او د نظر خاوندان وایي،چی افغان حکومت او امنیتي ځواکونه دې ځای ته لا نه دي رسیدلي، چې له ورپیښو ستونزو پر وړاندې ودریږي دوی وایی، چی ناټو باید دشوروی پوځونو غوندی دا هیواد یوازی پری نه ږدې، نړیوالې ټولنې مرستې وکړې، خو ورته په کار ده، چې له وتلو مخکې له طالبانو او نورو مخالفینو سره روغه وکړي او بیا لاړ شي او که داسې ونه کړي، دا وطن به یوځل بیا ویجاړ ووینیﺉ. پای


February 16th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی